این بې اېس: په منځني ختیځ کې امريکا د اډو د ترميم لګښت تر ميلياردونو ډالرو رسېږي
این بې ايس خبري شبکې د راپور له مخې، په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د اډو بيا ترمیم لګښتونه به تر ميلياردونو ډالرو ورسېږي.
راپور کې راغلي، ایران په خلیجي هېوادونو کې د امريکا د هوایي ډګرونو ځغاستليکې (رنوې)، پرمختللو راداري سیسټمونو، لسګونو الوتکو، زېرمتونونو، د قوماندې مرکزونو، د الوتکو هانګرونو او د سپوږمکۍ له لارې د اړیکو زیربناوې په نښه کړې دي.
سرچینه زیاتوي، ايران د امريکا پر اډو د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو سربېره د امريکا د هوايي دفاعي سیستمونو په شتون کې د «F-5» جنګي الوتکې بريدونه کړي.
وړاندې لیکل شوي، د راتلونکو لګښتونه له امله ښايي امریکا په په سیمه کې ځینې پوځي اډې وتړي.





