د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري مخکېنی لومړی وزیر عمران خان تورن کړی، چې په تېرو ټاکنو کې يې افغان کډوال د رايې ورکوونکو په نوملړ کې ځای پر ځای کړي وو او په دې توګه يې له نوموړي سره واک ته په رسېدو کې همکاري کړې.
زرداري دا ادعا داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ عمران خان له پاکستان څخه پر زور د افغان کډوالو اېستلو په اړه د پاکستان د سرپرست حکومت پر پرېکړې نيوکه کړې وه.
خان ویلي وو، چې په جبري ډول د افغان کډوالو شړل د ټولو انساني او شرعي ارزښتونو خلاف کار دی.
بل لورته عمران خان چې لاهم په بند کې دي؛ د زرداري په خبرو کومه تبصره نه ده کړې.
د یادونې ده چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو راشړل د نړیوالو ترڅنګ په دغه هېواد کې هم د یو شمېر ګوندونو او پخوانيو چارواکو له لوري غندل شوي دي؛ خو اوسنی سرپرست حکومت وايي چې ټول غیر قانوني کډوال به له خپلې خاورې بهر کړي.
اري: عمران خان د افغان کډوالو پر مټ واک ته رسېدلی.