د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بيلخي پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د اذربایجان جمهوريت سفير د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره د پېژندګلوی ناسته کړې او نوموړي ته يې په کابل کې د سفارت پرانيستلو رسمي ليک ورکړی.
سرپرست وزير په لومړي ځل په کابل کې د اذربايجان جمهوريت د سفارت پرانستل د دوه اړخيزه اړيکو په پرمختګ کې مهم ګام او دا يې د دواړو هېوادونو د ښې دوستۍ نښه وبلله.
نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو اړيکې تاريخي بللي او الهام محمدوف ته يې له سفارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي همداراز ويلي اذربايجان کې به د افغانستان سفارت کې د ډيپلوماتيک حضور کچه لوړه کړي.
په دغه ليدنه کې محمدوف ويلي، د افغانستان حاکميت ته درناوی لري او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه نکوي.
نوموړي همداراز د امنيت ثبات، مخدره توکو پر ضد د مبارزی او د اقتصادي پرمختګونو په برخه کې د سرپرست حکومت کړنې ستايلي.
نوموړي همداراز ويلي، افغانستان يې ځمکنی بشپړتیا ته درناوی لري.
دوی په دغه ليدنه کې د لاجوردو د لارې په اهميت هم خبرې کړي او ويلي يې دي، د دغې لارې فعالېدو سره به افغانستان له اروپا سره وصل شي.




