کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اردوغان: د کابل او اسلام اباد د سولې په موخه ترک پلاوی اسلام اباد ته ځي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ به د سولې او اوربند د تامین په موخه د ترکيې يو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.اردوغان ويلي، دغه پلاوي کې د ترکيې دفاع وزیر، بهرنيو چارو وزير او د استخباراتو رييس شامل دي.نوموړي ويلي، هېواد یې هر څه له نږدې څاري او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم…

2025-11-09 07:06 292۲ دقیقې لوستل
اردوغان: د کابل او اسلام اباد د سولې په موخه ترک پلاوی اسلام اباد ته ځي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ به د سولې او اوربند د تامین په موخه د ترکيې يو پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.
اردوغان ويلي، دغه پلاوي کې د ترکيې دفاع وزیر، بهرنيو چارو وزير او د استخباراتو رييس شامل دي.
نوموړي ويلي، هېواد یې هر څه له نږدې څاري او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم شي.
اردوغان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات پرته له کومې نتيجې پای ته رسېدل دي.

پاکستان په دغه مذاکراتو کې له افغانستانه غوښتي وو چې د اسلام اباد د امنيت مسوليت ومني، خو اسلامی امارت بیا دا د پاکستان کورنۍ مسله ياده کړې وه.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد بیا له مذاکراتو وروسته په یوه خبری کنفرانس کې ويلي، ټي ټي پي د نن او پرون خبره نه ده، بلکې دغه ډله له ۲۰۰۲ کال راهيسی فعاليت کوي او په اسلامي امارت پورې اړه نلري‌
ورته‌ مهال بیا د بهرینو چارو وزير مولوي امیر متقي ويلي، له پاکستان سره جګړه نه‌ غواړي او هڅه یې دا ده چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
له دې ټولو سره سره بیا د درېيم پړاو مذاکراتو وروسته د پاکستان د دفاع وزیر ويلي وو چې نور له افغانستان سره مذاکرات نه‌ کوي، خو اوربند ته ژمن دي‌.
د افغانستان او پاکستان ترمنخ اړیکې هغه وخت کړکېچنې شوې چې پاکستان د افغانستان هوايي حريم نقض او د کابل په ګډون یې ولايتونو کې ملکي وګړي په نښه کړل.

د يادونې ده چې اسلامي امارت بار بار ډاډ ورکړی چې له خاورې يې هيچاته ضرر نه رسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب