کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې شبکه فعاله شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې ارزګان ولسوالۍ ته د کجکې بند څخه د ۲۰۱ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې د یوې شبکې پرانیست غونډه ترسره شوې ده. له دغه معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا رسونې دغه شبکه چې له کجکي بند څخه سرچینه اخلي او ۲۰۱ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راځي مصارف یې د افغ…

2025-04-29 20:30 46۱ دقیقې لوستل
ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې شبکه فعاله شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې ارزګان ولسوالۍ ته د کجکې بند څخه د ۲۰۱ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې د یوې شبکې پرانیست غونډه ترسره شوې ده.

له دغه معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا رسونې دغه شبکه چې له کجکي بند څخه سرچینه اخلي او ۲۰۱ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راځي مصارف یې د افغانستان د برېښنا شرکت لخوا ورکول کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي ددغه پروژې د بشپړېدو سره به نږدې څلور زره او ۵۰۰ کورنیو ته د برېښنا رسونې اسانتیا رامنځ ته شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر چې د برېښنا رسونې په دغه پرانیست غونډه یې ګډون کړی و ویلي چې افغانستان له پخوا راهیسي پر وارداتي بریښنا متکي دی او د عوایدو ډېره اندازه د برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي.

برادر وایې د برېښنا له کورنیو سرچینو ګټه اخیستل کولای شي چې افغانستان له وارداتي برېښتا څخه پر خپله برېښنا متکي کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب