کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپايي ټولنه افغانستان سره د تاريخي اثارو ساتنه کې مرسته کوي

اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست تېره ورځ کابل کې د اروپايي ټولنې له نوې شارزدافيرې سره ليدلي دي.   دغه ليدنه کې دواړو لوريو د عامه اثارو د ارزښت، ساتنې او د دغه اثارو په اړه د عامه پوهاوي په تړاو خبرې کړي دي.   خبر پاڼه زياتوي، سرپرست وزير د فرهنګي ميراثونو په برخه کې د ارو…

2025-01-09 03:18 59۱ دقیقې لوستل
اروپايي ټولنه افغانستان سره د تاريخي اثارو ساتنه کې مرسته کوي

اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست تېره ورځ کابل کې د اروپايي ټولنې له نوې شارزدافيرې سره ليدلي دي.

 

دغه ليدنه کې دواړو لوريو د عامه اثارو د ارزښت، ساتنې او د دغه اثارو په اړه د عامه پوهاوي په تړاو خبرې کړي دي.

 

خبر پاڼه زياتوي، سرپرست وزير د فرهنګي ميراثونو په برخه کې د اروپايي ټولنې له همکاري مننه‌ کړې او په‌ دې برخه کې يې د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې ده.

 

نوموړي ويلي، د فرهنګي اثارو په ساتنه‌ کې نه يواځې افغانان، بلکې نړۍوال هم مرسته وکړي.

د يادونې ده چې د اروپايي ټولنې استازې په ياده برخه کې د هر اړخيزې همکاري ډاډ ورکړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب