کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اروپايي ټولنه: افغانستان کې بايد هېڅ ماشوم له زدکړو بې برخې پاتې نشي

اروپايي ټولنې د پوهې د ورځې په مناسبت پر اېکس ليکلي، چې باکيفيته او د لاسرسي وړ زدکړې د هر ماشوم حق دی. دغې ټولنې ليکلي، د ماشومانو د ساتنې له سازمان سره په همکاري د پوهنې په برخه کې ۶ ميليونه يورو پانګونه کوي، چې افغان ماشومان باکيفيته زدکړې وکړي. سرچينې دغه راز زياته کړې، له يونسکو سره په همکاري د ۴.۷ ميليونه يورو په…

2026-01-24 00:11 115۱ دقیقې لوستل
اروپايي ټولنه: افغانستان کې بايد هېڅ ماشوم له زدکړو بې برخې پاتې نشي

اروپايي ټولنې د پوهې د ورځې په مناسبت پر اېکس ليکلي، چې باکيفيته او د لاسرسي وړ زدکړې د هر ماشوم حق دی.

دغې ټولنې ليکلي، د ماشومانو د ساتنې له سازمان سره په همکاري د پوهنې په برخه کې ۶ ميليونه يورو پانګونه کوي، چې افغان ماشومان باکيفيته زدکړې وکړي.

سرچينې دغه راز زياته کړې، له يونسکو سره په همکاري د ۴.۷ ميليونه يورو په لګښت په پنځه ولايتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ تنو د حرفوي زدکړو زمینه برابره کړي.

خبر پاڼه زياتوي، دغه ټولنه به همداراز ۲۰ ميليونه يورو د خوړو نړيوال پروګرام ته ورکړي، چې ښوونځيو کې افغان ماشومانو ته د خواړه برابر کړي.

ياده ټولنه زياتوي، چې د ښونځيو لپاره د يو مناسب چاپيريال د برابرولو په موخه به هم ۲۵ ميليونه يورو مصرف کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب