کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اريانا افغان هوايي شرکت: د دوو الوتکو لپاره پېرل شوي ماشينونه هېواد ته را ورسېدل

د اريانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د دوو الوتکو لپاره يې په ۴.۷ ميليونه ډالر پېرل شوي ماشينونه د يوي کارګو الوتکې په واسطه هېواد ته را رسېدلي دي‌. سرچينې ليکلي، دغه ماشينونه له ترکيې او صربيې هېوادونو څخه پېرل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به په Airbus_310 او Boring _737 الوتکو کې نصب او او فعال شي. د‌ دغه…

2026-01-06 09:39 155۱ دقیقې لوستل
اريانا افغان هوايي شرکت: د دوو الوتکو لپاره پېرل شوي ماشينونه هېواد ته را ورسېدل

د اريانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د دوو الوتکو لپاره يې په ۴.۷ ميليونه ډالر پېرل شوي ماشينونه د يوي کارګو الوتکې په واسطه هېواد ته را رسېدلي دي‌.

سرچينې ليکلي، دغه ماشينونه له ترکيې او صربيې هېوادونو څخه پېرل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به په Airbus_310 او Boring _737 الوتکو کې نصب او او فعال شي.

د‌ دغه شرکت مشر ملا بخت الرحمن شرافت ويلي، د الوتنو تجهيز او پر وخت خدمات وړاندې کول يې له لومړیتوبونو څخه دي.

ياد شرکت زياته کړې، د دغه ماشينونو په فعالېدو سره به د الوتکو ظرفيت لوړ، تخنيکي ځنډ کم او د الوتنو مهال وېش پياوړی شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب