کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ازبکستان: د سرپرست حکومت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په کابل کې لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، دغه لېدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه‌ییز اتصال ټرانزیټي پروژو…

2024-05-12 06:41 102۲ دقیقې لوستل
ازبکستان: د سرپرست حکومت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په کابل کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، دغه لېدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه‌ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او ازبکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې وشوي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، د ازبکستان جمهوریت او رهبران یې د سرپرست حکومت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوي چې غواړي افغانستان د سیمې په ټرانزیټي مرکز بدل شي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له امله د تسلیت ترڅنګ د مرستو ژمنه هم کړې.

نوموړی زیاته کړې، افغان موټر چلوونکو او تجارانو ته د ویزو ویش لړۍ یې پېل کړې او دوی ته په کثیر المدت ویزو او ضمن کې پر دې هم کار کوي چې افغانانو ته تعلیمي، روغتیایي او سیاحتي ویزو ورکړي.

 هغه ویلي‌، له افغانستانه د څه باندې یو میلیون ټن ډبرو سکرو خریدارۍ لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم هم کابل ته راتلونکی دی.

خبرياله: خاطره اکبري 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب