کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ازبک چارواکي د قوش‌تېپې کانال په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د ازبکستان حکومت یو پلاوی په را روان میاشتو کې، د قوش‌تیپې کانال په اړه خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. د ازبکستان کازتاوز ورځپاڼې پرون «پنجشنبه د اکتوبر ۱۹مه» ليکلي، چې د دې سفر موخه د قوش‌تېپې کانال د منفي اغيزو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې دي. ورځپاڼې د دې هېواد د سر…

2023-10-19 13:39 104۲ دقیقې لوستل
ازبک چارواکي د قوش‌تېپې کانال په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د ازبکستان حکومت یو پلاوی په را روان میاشتو کې، د قوش‌تیپې کانال په اړه خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د ازبکستان کازتاوز ورځپاڼې پرون «پنجشنبه د اکتوبر ۱۹مه» ليکلي، چې د دې سفر موخه د قوش‌تېپې کانال د منفي اغيزو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې دي.

ورځپاڼې د دې هېواد د سرخان دريا د والي الغ‌بېک قسيموف له قوله لیکلي، چې دا خبرې به د روان کال له پای ته رسېدو مخکې افغانستان کې تر سره شي.

د ازبکستان دولتي رسنیو د قوش‌تېپې کانال جوړول د اوسني حکومت له خوا یو هوښیار اقدام بللی او ویلي یې دي چې دې اقدام په منځنۍ اسیا کې د اوبو امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

کابل ته د ازبکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې سرپرست حکومت تېره اوونۍ د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز رسماً پرانېست او د دويم پړاو د کار د پيل اعلان یې وکړ.

افغان چارواکو د لومړي فاز د پای ته رسېدو په مراسمو کې وويل، چې د قوش‌تېپې کانال په جوړېدو کې د هېڅ هېواد د اوبو حق نه خوري؛ خو خپله برخه اوبه مديريت کوي.

دوی ډاډ څرګند کړ، چې په هر ډول شرايطو کې به د قوش‌تېپې کانال چارې بشپړوي.

 دغه کانال چې ټاکل شوې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالي څخه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالي پورې، د ۲۸۵ کیلومترو په اوږدوالي جوړ شي، د امو سیند د اوبو لویه برخه به د افغانستان نورو شمالي سیمو ته وغځوي.

د اټکل له مخې دا کانال ۵۵ زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب