د ازموينو ملي ادارې نن په يوه خبري غونډه کې د ۱۴۰۳ لمريز کال د کانکور آزموينې نېټه اعلان کړه.
د حکومت د رسنيو مرکز پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه ازموينه به په پنځه پړاوونو کې واخيستل شي.
د سرچينې په خبره ديادې ازموينې لومړی پړاو به د غبرګولي په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مه، دويم پړاو د سرطان په ۱ او دويمه، درېيم پړاو د سرطان په ۷ او ۸،
مه، څلورم پړاو د سرطان په ۱۴، ۱۵ او ۱۶ مه او ورستی پنځم پړاو به د سرطان مياشتې په ۲۲ مه نېټه واخيستل شي.
د دغې ازموينې لومړی پړاو به په ميدان وردګ، لوګر، پروان، کاپيسا، پنچشېر، غزني، پکتيا، پکتيکا، کونړ، زابل، باميان، سمنګان، بادغيس، هرات، غور او نورستان ولايتونو کې، دويم پړاو په کابل کې، درېيم پړاو به په کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، ارزګان، بغلان، دايکندي او بدخشان ولايتونو کې، څلورم پړاو به په ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتي کې واخيستل شي.
د دغې ازموينې پنځم پړاو د متفرقه او خارج مرز کسانو ته ځانکړی شوی دی.
د رسنيو مرکز دغه راز ويلي، ډ ازموينو ملي ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د کانکور آزموينې د سیستم د عصري او معياري کېدو په موخه يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره تړونونه هم لاسليک کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه هېوادوالو ته چې له هېواده باندې يې زدکړې کړي د اسانتيا په موخه يې د کانکور بانک کې په عربي ور انګليسي ژبو هم پوښتنې جوړې کړې دي او دغه راز د ازموینې وخت څلور ساعتونو ته لوړ شوی دی.




