کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسحاق ډار د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي

د پاکستان بهرینو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره جلا جلا ليدنې کړې دي. نوموړي له ریيس الوزرا سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی او راتلونکي کې يې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ پر لیدنو هوکړه کړې ده. دواړو لوريو دغه راز د سوداګريزو، امنيت…

2025-04-19 02:32 85۱ دقیقې لوستل
اسحاق ډار د سرپرست حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ليدلي

د پاکستان بهرینو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره جلا جلا ليدنې کړې دي.


نوموړي له ریيس الوزرا سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی او راتلونکي کې يې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړيو چارواکو ترمنځ پر لیدنو هوکړه کړې ده.


دواړو لوريو دغه راز د سوداګريزو، امنيتي او ترانزيتي اړيکو پر پياوړتيا هم خبرې کړي دي.


همدې حال کې بیا بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دغه وزارت سرپرست له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر جبري اېستلو، ترانزيت، سوداګري خبرې کړي او له پاکستاني لوري يې غوښتي چې د يادو ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.


د يادونې ده چې اسحق ډار بیا ويلي، له افغان کډوالو سره يې هېواد کې روان چلند ناوړه ندی او په خبره يې هغه برخه کې چې ستونزې شته د حل په موخه به يې اقدام وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب