د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست قلندر عباد، د اسلامي هېوادونو سازمان له استازي سره کتلي دي.
دغه وزارت پر اېکس ټولنيزه پاڼه ليکلي، چې دغه کتنه کې پر معیاري روغتیايي خدمتونو، طبي تجهیزاتو، د کلینیکونو په رامنځته کولو او روغتیا برخه کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
دې لیدنه کې ښاغلي عباد د اسلامي هېوادنو د همکاریو سازمان له استازي غوښتي، چې له عامې روغتیا وزارت سره خپلي مرستې زیاتې کړي.
د اسلامي هېوادونو د سازمان استازي په دې کتنه کې ویلي، له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي او په بېلابېلو برخو کې به خپلې مرستې زیاتې کړي.
دغې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو په ښه والي ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې د هېواد په تولو برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زياته کړې، چې افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې ۳۰۰ روغتونونه او کلینیکونه جوړ شوي دي.




