کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: د پاکستاني پوليسو تر نیول کېدو وروسته، ځينې افغانان په مرموزه توګه وژل شوي دي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره، په دې هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول، لاهم دوام لري. د دغه سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان د پاکستان په مختلفو ساحو کې نیول شوي. سفارت وايي، د پاکستاني پول…

2023-10-03 03:54 223۲ دقیقې لوستل
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: د پاکستاني پوليسو تر نیول کېدو وروسته، ځينې افغانان په مرموزه توګه وژل شوي دي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره، په دې هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول، لاهم دوام لري.

د دغه سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغانان د پاکستان په مختلفو ساحو کې نیول شوي.

سفارت وايي، د پاکستاني پوليسو په دې عملیاتو کې د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پیښې هم رامنځته شوي دي.

سرچينه زياتوي: «د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکر خان ولي ولد شیر محمد دراولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.»

افغان سفارت وايي، د دې ټولو پیښو په تړاو یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی دی.

د سفارت په اعلاميه کې راغلي، چې پاکستاني پوليس د اسلام اباد په داسې سيمو کې هم د افغانانو په هستوګنځايونو ورځني او شپني عمليات تر سره کوي، چې اکثریت پکې د قانوني اسنادو لرونکي افغان کډوال مېشت دي.

اعلاميه زياتوي، د اسلام اباد باره کهو، ترنول، مهر آبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، E-11 او داسي نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي وو.

افغان سفارت وايي، د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیاتو په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت بیا هم د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانه لړۍ ته چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي؛ ژر تر ژره د پای ټکی کیږدي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب