مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د هرات ولایت اسلامکلا ګمرک کې د ۲۳۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۳۷ جریبه ځمکه کې د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې چارې پیل شوې.
د یاد وزارت د ګمرکونو لوي رییس وایي، دغه تمهځای به د ټولو اړینو اسانتیاوو درلودلو سربېره د اور وژني سیسټم، شنه ساحه او برېښنایي سیسټم ولري.
د سرچینې په وینا، د دغي پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي چي د رغوني چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادوني وړ ده چې د موټرونو د دغه تمځای له جوړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته د اسانتیاوو سربېره، د سوداګریزو توکو په طیمراحلو کې اړینه چټکتیا او نظم رامنځته شي.




