د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دهغه کډوالو په اړه چې د پاکستان لخوا په جبري توګه را استول کيږي خواشیني څرګندوم.
هغه ويلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او خپل کور ته پرته له راتګ بله لار نشته.
هغه زیاته کړې، د مهاجرينو ناڅاپي راتګ افغان ملت او اوسنی حکومت له سخت حالت سره مخ کړی دی.
نوموړي ويلي، هغه هېوادونه، چې پخوا يې د اوسني حکومت ملاتړ کاوه نور د افغانانو د ستونزو د حل په فکر کې نه دي.
هغه زیاته کړې، د يو داسې بهير جوړول او چمتو کول پکار دي، چې ترڅو ټول افغانان له خپلو حقوقو څخه برخمن شي.
ده تېرو جګړو ته په اشارې ويلي، که غواړو، چې د تېر په شان حالت پای ته ورسو؛ نو باید اصلاحات او چارې په دقیق او ارام ډول سرته ورسوو.
ده د کرښې له هغې غاړې پښتنو او بلوڅو مننه کړې چې په پاکستان کې يې د مېشتو افغانانو دفاع کوله.
هغه د افغان ولس په نمايندګي ويلي، افغانان ستاسو د قربانيو منندوی دي.
نوموړي زیاته کړې، وخت يې رارسېدلی، چې ملي ګټې په شخصي ګټو غوره وبلو او د هغه نويو راغلو کډوالو لاسنيوی وکړو، چې نوي افغانستان ته راځي.




