کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان د فلسطين له خلکوملاتړ اعلان کړ

د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلامیه کې وايي، د غزې تړانګه کې وروستنۍ پېښې يې په پوره دقت تر څار لاندې نيولي دي. اعلاميه زياتوي، د دغسې پېښو د رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو پایمالېدل او د مسلمانانو د مقدسو ځاینونو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي. افغانستان د فلسطین د…

2023-10-07 06:16 22۲ دقیقې لوستل
افغانستان د فلسطين له خلکوملاتړ اعلان کړ

د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلامیه کې وايي، د غزې تړانګه کې وروستنۍ پېښې يې په پوره دقت تر څار لاندې نيولي دي.

اعلاميه زياتوي، د دغسې پېښو د رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو پایمالېدل او د مسلمانانو د مقدسو ځاینونو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي.

افغانستان د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق ګڼلی دی.

اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي.»

د بهرنيو چارو وزارت له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتي، چې د اسرائیلي د ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د خشونت مخه ونیسي، او د فلسطين د قضیې د حل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.

حماس ډلې نن سهار «شنبه د سپتمبر ۷مه» پر اسرائیلو د توغندويي او ځمکني بریدونو خبر ورکړ.

د اسرائیلو د بیړنیو خدماتو اداره وايي، د فلسطیني وسله والو له خوا د اسرائیلو په خاوره د راکټونو او ځمکنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

بل خوا فلسطیني چارواکي وايي، پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۹۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپیان دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب