چيونېنګ سکالرشیپونه، د برتانیې د حکومت د سکالرشیپونو یو نړیوال پروګرام دی. هر کال د دې سکالرشیپونو له لارې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ځوانان د برتانیا هېواد ته د زده کړو لپاره ځي.
دې ادارې تازه د افغانانو لپاره د سکالرشېپونو د ورکړې اعلان کړی دی.
دوی ويلي، چې سږکال بيا ځلې، یواځې له افغاناستانه دباندې پراته افغانان دې سکالرشېپونو ته اپلای کولای شي.
چیوننګ ادارې زياته کړې، برېټانیا او د چیوننګ سکالرشيپونو اداره د افغانانو ژوند او امنیت په نظر کې نیسي او هغه کسان چې له افغانستانه غوښتنلیکونه ورلیږي ښایي له داسې جدي امنیتي ګواښونو، لوجستیکي او مالي ستونزو سره مخ شي چې د برېټانیا د حکومت له کنټروله به بهر وي.
دې سکالرشيپونو ته د نومبر تر اوومې نيټې نومليکنه کېږي.
د سکالرشیپ په امتيازاتو کې د زده کړو بشپړ فیس، د اوسېدو پوره امکانات، میاشتنی فیس، د تګ او راتګ لګښت، د ویزې اخیستلو لګښت، د زده کړو پر مهال د څېړنو او علمي کړنو لګښت شامل دی.
دې سکالرشیپونو ته هغه کسان اپلای کولای شي، چې له افغانستان بيرون وي، په اړونده برخه کې د لیسانس سند ولري، لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري.، په اړونده برخه کې ېې د بریتانېې دریو پوهنتونونو ته د زده کړو غوښتنلیک سپارلی وي او د آیلټس (۶.۵) یا ټافل (۷۹) نمرې ولري او یا هم وکولای شي دا نومرې د راتلونکي کال جولای تر ۱۶ تر لاسه کړي.
د نوم ليکنې لینک




