کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان په اقتصادي او ترانزيتي مرکز بدلېدونکی دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغان - قزاق نندارتون په پرانستغونډه کې ويلي، افغانستان د يو امن هېواد په توګه په راتلونکي کې په يوه اقتصادي او ټرانزیټي مرکز بدلېدونکی دی. ده همداراز له د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د له رامنځته شويو فرصتونو ګټه واخلي. نوموړي همداراز ويلي، اوسمهال په افغانستان کې د نړۍ…

2024-04-24 23:31 81۱ دقیقې لوستل
افغانستان په اقتصادي او ترانزيتي مرکز بدلېدونکی دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغان - قزاق نندارتون په پرانستغونډه کې ويلي، افغانستان د يو امن هېواد په توګه په راتلونکي کې په يوه اقتصادي او ټرانزیټي مرکز بدلېدونکی دی.

ده همداراز له د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د له رامنځته شويو فرصتونو ګټه واخلي.

نوموړي همداراز ويلي، اوسمهال په افغانستان کې د نړۍ د ۳۸ هېوادونو رسمي نمايندګيانې شته دي.

نوموړي دغه چاره د هېواد د بهرني سياست پايله بللې.

ده همداراز د افغانستان پر بانکي سیسټم د امريکا له لوري وضعه شوي بندیزونه ظالمانه بللي.

د يادوني ده، چې اقتصادي مرستيال هم په دغه نندارتون کې د کورنيو او بهرنيو سوداګرو څخه غوښتي ترڅو په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب