کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان څخه د وتلو کوششونه؛ یواځې له اسټراليا دوه سوو زرو افغانانو د ویزې غوښتنه کړې ده

د اسټرالیایي رسنۍ ایس بي ایس د راپور له مخې، واک ته د سرپرست افغان حکومت له رسېدو راهیسې ۲۰۸ زره افغانانو د اسټرالیا د ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، چې ۵۰ زره یې رد شوي دي. راپور کې راغلي، چې اسټرالیا له دې ډلې یوازې ۱۳ زره او ۶۱۲ افغانانو ته ویزې ورکړې او د پاتې ۱۴۴ زره نورو ارزونه کوي. دا غوښتنلیکونه تر ډېره د هغو ا…

2023-09-19 06:58 24۱ دقیقې لوستل
افغانستان څخه د وتلو کوششونه؛ یواځې له اسټراليا دوه سوو زرو افغانانو د ویزې غوښتنه کړې ده

د اسټرالیایي رسنۍ ایس بي ایس د راپور له مخې، واک ته د سرپرست افغان حکومت له رسېدو راهیسې ۲۰۸ زره افغانانو د اسټرالیا د ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، چې ۵۰ زره یې رد شوي دي.

راپور کې راغلي، چې اسټرالیا له دې ډلې یوازې ۱۳ زره او ۶۱۲ افغانانو ته ویزې ورکړې او د پاتې ۱۴۴ زره نورو ارزونه کوي.

دا غوښتنلیکونه تر ډېره د هغو افغانانو دي، چې په افغانستان کې یې له اسټرالیايي ځواکونو او موسسو سره کار کړی دی.

د دغو ویزو غوښتوونکي د اسټرالیا له لوري د ویزو ردولو مایوسه کړي دي.

په ورته مهال، د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت وياند ایس بي ایس ته ويلي، د هغو کسانو چې غوښتنليکونه رد شوي، کولای شي بيا غوښتنه وکړي.

د اسټراليا حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ ميلادي کلونو تر منځ ۲۰ زره کسانو ته د پناه غوښتنې ويزې ورکوي.

واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته، لسګونه زره افغانانو نورو هېوادونو ته پناه یوړه او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د اوسني حکومت مسوولینو بیا بیا ځلې، نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو افغانستان ته د راستنېدو غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب