کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان کې د عملياتو په اړه د انورالحق کاکړ خبرداری؛ وايي د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر اقدام تر سره کوو

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزير انورالحق کاکړ، افغانستان کې د پوځي عملياتو په اړه وايي، چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره به هر اقدام تر سره کړي. هغه تېره شپه «د سپتمبر ۱۶مه» د امريکا غږ اردو څانګې سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال د دې پوښتنې ځواب کې، چې ايا پاکستان په افغانستان کې دنننه پوځي عمليات کوي او که ن…

2023-09-16 23:54 141۲ دقیقې لوستل
افغانستان کې د عملياتو په اړه د انورالحق کاکړ خبرداری؛ وايي د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر اقدام تر سره کوو

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزير انورالحق کاکړ، افغانستان کې د پوځي عملياتو په اړه وايي، چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره به هر اقدام تر سره کړي.

هغه تېره شپه «د سپتمبر ۱۶مه» د امريکا غږ اردو څانګې سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال د دې پوښتنې ځواب کې، چې ايا پاکستان په افغانستان کې دنننه پوځي عمليات کوي او که نه وویل:" پاکستان له خپل ځان څخه د دفاع حق لري. مونږ هر هغه اقدام، چې د هیواد د ساتنې لپاره ورته اړتیا وي ترسره به یې کړو. زه په دې اړه جزئیاتو باندې نه غږیږم، چې دا به څه ډول عملیات وي، خو کله یې، چې وخت راورسیږي پریکړه کوو، چې څه کار وکړو او څه باید ترسره شي او څه ترسره کولی شو".

کاکړ دې مرکه کې د افغانستان د اوسني حکومت د رسميت پېژندلو په اړه هم څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړې، چې اوس د «طالبانو» حکومت د رسميت پېژندلو په مسئله غور نه کوو؛ خو دا چې واکمني اوس له دوی سره ده نو ځکه د دولت په کچه خبرې ورسره کېږي.

انوارالحق کاکړ د امریکا د متحده ایالاتو او د افغانستان د اوسنيو چارواکو ترمنځ د دوحې تړون یادونه هم کړې او ویلي دي، چې پاکستان د افغانستان سره په سرحد کې امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

هغه ویلي، چې طالبانود دوحې د تړون د لاسلیک کولو پر مهال نړۍ ته ددې ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هيواد پرخلاف د هیڅ ډول ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

بل لوري ته بيا افغان حکومت ډاډ څرګندوي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ.

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نور هېوادونه بايد د تورونو لګولو پر ځای خپل کورني مسایل د کور دنننه حل کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب