کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان کې د پاکستان سفارت: هره ورځ ۵۵۰ افغانانو ته ويزې ورکوو

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۱۶ زره افغان غوښتونکو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې دي. د دغه سفارت د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت او څلور قونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي. د پاکستان سفارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه هېواد تېر کال شاو…

2023-10-25 03:42 94۲ دقیقې لوستل
افغانستان کې د پاکستان سفارت: هره ورځ ۵۵۰ افغانانو ته ويزې ورکوو

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی چې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۱۶ زره افغان غوښتونکو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې دي.

د دغه سفارت د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت او څلور قونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

د پاکستان سفارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۲۵۰ زره او په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۴۱۰ زره افغانانو ته ویزې ورکړي دي.

د اعلان شویو شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په مجموعي ډول ۷۷۶ زره افغانانو ته د ویزو ورکړل شوي دي.

بل لور ته بيا زيات شمېر افغانان شکایت کوي، چې تر اوږده انتظار وروسته هم ويزې نه شي تر لاسه کولای. دوی وايي، د ويزو د ورکړې له پروسې تجارت جوړ شوی او اوس يواځې د کمېشنکارانو په واسطه د پیسو په زور ويزې اخيستل کېدلای شي.

د وحيدالله په نوم یو افغان چې له تېرو درې مياشتو راهيسې د ويزې په انتظار دی، له افغان پرېس سره په خبرو کې وايي، چې د ويزې له ترلاسه کېدو نور ناهیلی شوی دی.

هغه زياتوي، «یواځې هغه چاته ويزې راځي، چې زر ډالر ورکړي. مونږ غریبانان خو دا څو مياشتې شوې چې ورته په تمه یو. هېڅ معلومات یې نشته، چې څنګه به شي.»

يو شمېر نور افغانان بيا د سفارت له لوري د ويزې له ردېدو شکايت کوي. دوی وايي، چې هره ورځ سلګونه کسان د ويزې لپاره اپلای کوي او د پاکستان حکومت د هرې اپلای پر سر له دوی اته ډالر اخلي؛ خو تر ردېدو وروسته دا پیسې هم د پاکستان د حکومت له لوري وهل کېږي.

د دوی په وينا، د ويزو د اپلای دا زرګونه ډالر هم د پاکستان لپاره د عایداتو یوه سرچينه ګرځېدلې ده.

بل لوري ته بيا د پاکستان سفارت د ويزو د ورکړې په پروسه کې د فساد خبرونه ردوي.

پاکستان په دې هېواد کې مېشتو ټول افغان کډوالو ته د روانې اکتوبر مياشتې تر وروستۍ نېټې وخت ټاکلی، څو له دې هېواده ووځي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب