کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخیص لومړنی مرکز پرانستل شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، دغه مرکز يې په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخیص په موخه جوړ کړی. د دغه وزارت سرپرست وايي، پلان لري چې روان ميلادي کال افغانستان له پوليو څخه پاک کړي. نوموړي وويل، مخکې به د پوليو ناروغۍ نمونې د تشخیص په موخه بهر ته لېږدول کېدې چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به نور د هېواد نه داخل کې تشخيص کيږي…

2024-02-08 20:17 84۱ دقیقې لوستل
افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخیص لومړنی مرکز پرانستل شو

د عامې روغتيا وزارت وايي، دغه مرکز يې په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخیص په موخه جوړ کړی.

د دغه وزارت سرپرست وايي، پلان لري چې روان ميلادي کال افغانستان له پوليو څخه پاک کړي.

نوموړي وويل، مخکې به د پوليو ناروغۍ نمونې د تشخیص په موخه بهر ته لېږدول کېدې چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به نور د هېواد نه داخل کې تشخيص کيږي.

د پوليو ناروغي د کشف لابراتوار مسولين وايي، دغه لابراتوار په کابل کې د روغتيا نړيوال سازمان به بودیجې د ۸۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی او په يوه اونۍ کې د ۵۰۰ نمونو د تشخيص وړتيا لري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب