کابل کې د چین سفیر د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس احمدالله وثیق سره د کتنې پر مهال ويلي، چې مخالف نظرونه او سیاسي تعاملات باید د ورزش په ډګر کې دواړه هېوادونه (چین او افغانستان) سره جلا نه کړي.
د المپيک ملي کمېټه وايي، احمدالله وثیق د چهارشنې ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) افغانستان کې د چين له نوي سفير جاوی شینګ سره کتلي دي.
د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي، دواړو لويو په دې کتنه کې، د ورزش برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو او د اړیکو پر پیاوړتیا يې خبرې وکړې.
وثیق د چین له سفیر غوښتي، چې د ورزش په برخه کې رغنده ګامونه اوچت کړي او په دې برخه کې هم دواړه هېوادونه نږدې اړیکي ولري.
نوموړي د چین په کوربتوب اسیايي المپیک سیالیو ته په اشارې ويلي: «د افغانستان خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، په ډېر کمو امکاناتو په نړۍوالو سیالیو کې لوبېدلې او بریاوې يې راوړي دي. د چین په سیالیو کې به زموږ لوبډلې ښې لاسته راوړنې ولري او د دې لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.»
د المپيک کمېټې وايي، کابل کې د چین نوي سفیر د افغانستان د ورزش ادارې ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې د دواړو هېوادونو د ورزش ادارې به نږدې اړیکي سره ولري.
دغې کمېټې د چين د سفیر له قوله ليکلي: «دا چې چین له افغانستان سره د یو دوست هېواد په توګه په اجتماعي او اقتصادي برخو کې مرستې کوي، نو اړینه ده چې د ورزش په برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو باب پرانيستل شي، ځکه ورزش د هېوادونو ترمڼځ د ارتباطي پول حیثیت لري.»
ښاغلي ژیو چینګ د چین په کوربتوب را راونو اسیايي سیالیو کې د افغانستان ورزشکارانو ته د بریا هیله څرګنده کړه، چې ښې لاسته راوړنې ولري.
احمد الله وثیق او د چین سفیر ژیو چینګ داسې مهال له یوبل سره ګوري چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه به د چین هېواد په کوربتوبد اسیایي المپیکي سیالۍ پیل شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۵هېوادونو د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون کوي، چې له افغانستان څخه هم د ورزش ادارې د یوه پلاوي په شمول د ۱۷ورزشي رشتو تر سلو زیات ورزشکاران ګډون کوي.




