د سرپرست حکومت ویاند ویلي، په پاکستان کې شوې پېښه افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او د ګاونډي هېواد هر ډول ادعاوې باطلې دي.
نوموړي پرون په یوې ويډیو کې ویلي، چې دا پېښه له افغانستان څخه سلګونه کیلو متره لېرې سیمه کې ترسره شوې او پاکستان دې د خپلو استخباراتي معلوماتو پر مرسته خپل مخالفین پیدا کړي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د پېښې په سیمه کې پاکستان ګڼ شمېر پیاوړي پوځیان لري، او د خپلو پوځیانو په مرسته باید ددغسې پېښو مخنیوی وکړي.
مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د پاکستان په دېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته ځانمرګی برید شوی و چې پاکستان یې پړه پر افغان لوري واچوله.
په همدې حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، چې په دې اړه یواځې غندل بسنه نه کوي او د پاکستان حکومت باید په افغانستان کې هوایي عملیات وکړي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې امریکا ته نورې هډې هم ورکړي؛ ترڅو امریکا له همدې ځایه افغانستان کې راپورته شوې ترهګري وځپي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستان کې ورته پېښې افغان حکومت پسې تړل شوي خو سرپرست حکومت هر وخت د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه بللي.
افغان حکومت: پاکستان دې خپل امنیت په خپله ټینګ کړي؛ په موږ دې تورونه نه لږوي.
د سرپرست حکومت ویاند ویلي، په پاکستان کې شوې پېښه افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او د ګاونډي هېواد هر ډول ادعاوې باطلې دي. نوموړي پرون په یوې ويډیو کې ویلي، چې دا پېښه له افغانستان څخه سلګونه کیلو متره لېرې سیمه کې ترسره شوې او پاکستان دې د خپلو استخباراتي معلوماتو پر مرسته خپل مخالفین پیدا کړي.هغه دغه راز زیاته کړ…

انوش ننګیال افغان خبريال او لیکوال دی. د خبريالۍ په برخه کې دولس کلنه تجربه لري. د ژورنالېزم زده کړې یې په ازبکستان کې کړي او اوسمهال له کوه نور خبري آژانس سره د رېپورټر په توګه کار کوي.



