د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د یادې ادارې یو لوړ رتبه پلاوی د روسیې په بلنه د دغه هېواد استراخان ښار ته تللی.
یادې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دې ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یو دولتي پلاوی د روسیې فدارتیف په رسمي بلنه په استراخان نړیوال فورم کې د ګډون لپاره تللی دی.
سرچینه زیاتوي، په پام کې ده چې د دې ادارې عمومي رئیس بخت الرحمن شرافت په استراخان نړیوال فورم کې وینا وکړي،
نوموړی به د دې ادارې لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې او د غونډې ګډونوالو ته به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې د پانګونې بلنه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې وړاندې د اوسپنې پټلۍ له لارې له چین څخه لسګونه واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته را ورسېدل.




