کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي مرستيال: سيستان ته د هلمند د اوبو رسېدل به د دواړو هېوادونو د ولسونو ستونزې حل کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه رياست سرپرست د افغانستان لپاره د ايران له ځانکړي استازي او کابل کې د ياد هېواد له سفیر حسن کاظمي قمي سره ليدلي دي. په دغه ليدنه کې د کرنې او مالداري، اوبو او انرژۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزيرانو او په تهران کې د افغانستان سفير هم ګډون کړی وو. د سرچينې په خبره…

2024-04-24 21:24 79۲ دقیقې لوستل
اقتصادي مرستيال: سيستان ته د هلمند د اوبو رسېدل به د دواړو هېوادونو د ولسونو ستونزې حل کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه رياست سرپرست د افغانستان لپاره د ايران له ځانکړي استازي او کابل کې د ياد هېواد له سفیر حسن کاظمي قمي سره ليدلي دي.

په دغه ليدنه کې د کرنې او مالداري، اوبو او انرژۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزيرانو او په تهران کې د افغانستان سفير هم ګډون کړی وو.

د سرچينې په خبره په دغه ليدنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګريزو او ټرانزیټي ستونزو پر پياوړتيا او همکاريو خبرې شوي دي.

اقتصادي مرستيال د ايران او افغانستان اړيکې مثبتې بللي او د دوام لپاره يې پر دوه اړخيزه همکاري ټينګار کړی دی.

نوموړي ويلي، د وروستيو ورښتونو له امله د هلمند اوبه تر سيستان ورسېدې چې په دې سره به د دواړو لوريو د ولسونو ستونزې حل شي.

ده همداراز ويلي، له دغه هېواده دې اروپا ته د تېرېدونکو افغان ترانزيټي توکو په برخه کې اسانتيا رامنځته شي او په خبره يې، دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري کچه لا لوړه کړي.

سرچينه زياتوي، په دغه ليدنه کې په ايران کې د مېشت افغان کډوالو خبرې شوي او له ايران غوښتنه شوې ترڅو په دغه هېواد کې مېشت کډوال له خپلې خاورې ونه وباسي.

ورته مهال بیا قمي ايران ته د افغانستان د اوبو په رسېدو خوښي څرګنده کړې او ويلي يي دي، هېواد يې چمتو دې ترڅو له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو په حل، د چاپيريال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور د عصري کولو او همداراز د سوداګرۍ او ترانزيټ د کچې په زياتولو کې مرسته وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب