کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي مرستيال: غواړو د ايران له لارې صادرات او واردات زيات کړو

د رياست الوزرا له اقتصادي معاونيت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال عبدالغني په ايران کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهیان سره ليدلي.   دوی په دغه ليدنه کې په سياسي، اقتصادي، ښوونيزو او کلتوري مسايلو خبرې کړي.    اقتصادي مرستيال ويلي، ايران او افغانستان د…

2023-11-05 04:11 83۲ دقیقې لوستل
اقتصادي مرستيال: غواړو د ايران له لارې صادرات او واردات زيات کړو

د رياست الوزرا له اقتصادي معاونيت څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستيال عبدالغني په ايران کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير امير عبداللهیان سره ليدلي.

 

دوی په دغه ليدنه کې په سياسي، اقتصادي، ښوونيزو او کلتوري مسايلو خبرې کړي.

 

 اقتصادي مرستيال ويلي، ايران او افغانستان د تاريخ په اوږدو کې دوه دوست هېوادونه پاتې شوي او له يو بل سره ښې اړيکې لري او پکار ده، چې د دغه اړيکو د لا پراختيا لپاره کار وشي.

 

هغه ويلي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزيت د پراخوالي په موخه دې د ويزو په ورکړه کې اسانتیاوې، افغانستان کې د ايراني پانګوالو لپاره اسانتياوې، په ايران کې د مېشت کډوالو د ستونزو له منځه وړل او تخنيکې کمېټو په جوړولو ټينګار کړی.

 

نوموړي ويلي، افغانستان غواړي د ايران له لارې افغاني صادرات او واردات زيات کړي؛ نو له ايران څخه غواړو، چې په دې اړه د پام وړ اسانتياوې برابرې کړي.

 

د ايران د بهرنیو چارو وزير عبداللهيان وويل، دوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراخوالي، په صادراتو او وارداتو کې د اسانتياوو رامنځته کول، په مختلفو سکټورونو کې ګډ کار کول، د‌ کمېټو په جوړېدو، په ايران کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسيدګي او په افغانستان کې د ايراني پانګوالو له لوري پانګونې ډاډ ورکړی.

 

دوی همداراز د واخان کوريډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دواړو لوريو ټينګار وکړ او ياده لار يې د دواړو هېوادونو لپاره مهمه وبلله.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب