کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي مرستيال: ملګري ملتونه دې مونږ سره په همغږي له سېلاب‌ځپلو سره مرستې ډیرې او چټکې کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت سرپرست ملا عبدالغني برادر نن په بغلان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولينو سره ليدلي دي.   نوموړي په بغلان کې د اوښتو سیلابونو له امله له دغو ادارو غوښتي، ترڅو له سرپرست حکومت سره په همغږي له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو تر څنګ پراختيايي برخو کې…

2024-05-17 04:27 105۱ دقیقې لوستل
اقتصادي مرستيال: ملګري ملتونه دې مونږ سره په همغږي له سېلاب‌ځپلو سره مرستې ډیرې او چټکې کړي

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه معاونيت سرپرست ملا عبدالغني برادر نن په بغلان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له مسوولينو سره ليدلي دي.

 

نوموړي په بغلان کې د اوښتو سیلابونو له امله له دغو ادارو غوښتي، ترڅو له سرپرست حکومت سره په همغږي له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو تر څنګ پراختيايي برخو کې هم خپلې مرستې چټکې او ډېری کړي.

 

نوموړي په دغه ليدنه کې ويلي، وروستيو سېلابونو نه يوازي د خلکو هستوګنيز کورونه نړولي، بلکې ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او دغه راز ۶۰ کيلو متره سرک هم تخريب کړی دی چې اساسي بيا رغونې ته اړتيا لري.

 

نوموړي همداراز له ټولو نړيوالو مرستندويه موسسو غوښتي چې په دې سخت وخت کې دې د افغان سېلاب ځپلو لاسنيوی وکړي.

 

سرچينه زياتوي، د ملګرو ملتونو ادارو په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو سربېره پراختيايي برخه کې هم د همکاري ډاډ ورکړی دی.

 

د يادونې ده چې وروستيو سېلابونو په بغلان سربېره بدخشان، غور او هرات کې هم ګڼ شمېر کسان مړه او دغه راز يې ځينو سیمو کې مالي زيانونه هم واړول.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب