کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي معاونیت: د کانونو سکټور کې ۱۷۰زره کسان پر کار بوخت دي

کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، اوس مهال په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې ۱۷۰زره کسان پر کار بوخت دي. د یاد معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دمګړۍ د لوی مقیاس ۲۹ او کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د استخراج چارې روانې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کانونو کې سرپ…

2025-08-16 04:35 257۱ دقیقې لوستل
اقتصادي معاونیت: د کانونو سکټور کې ۱۷۰زره کسان پر کار بوخت دي

کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، اوس مهال په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې ۱۷۰زره کسان پر کار بوخت دي.

د یاد معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دمګړۍ د لوی مقیاس ۲۹ او کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د استخراج چارې روانې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کانونو کې سرپنټین، کرومایټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، آهک، نفرایټ، مرمر، مالګه، سرب او جست، کلیست، رخام، ټراورټین، ډبرو سکاره، یاقوت، سیمنټو خام مواد، باریت، اوسپنه، مس او ځینې نور منرالونه شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې کلونو کې د افغانستان په کانونو کې د استخراج چارې په بې‌سارې توګه ګړندۍ شوې دي.

همدارنګه په دې کانونو کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لېوالتیا هم زیاته شوې او تر اوسه ګڼ تړونونه لاسلیک شوي دي.

د چارو کارپوهان کانونه د افغانستان د راتلونکو نسلونو ملي شتمني بولي او ټینګار کوي، چې د استخراج پر مهال یې باید مسلکيتوب او تخنیکي معیارونو ته جدي پاملرنه وشي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب