کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقینې ګمرک کې د څه کم ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

 د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي، فاریاب ولایت کې اقینې په ګمرک کې د ۷۴ میلیونه او ۷۹۴ زره افغانیو په ارزښت د پارکینګ د کانګرېټ کولو، د چاپېر دېوال او ټاورونو د رغولو چارې پیل شوې دي.  د سرچینې په وینا په اقینې ګمرک د پارکینګ جوړولو پر پروژې ۲۹ میلیونه او ۹۹۹ زره میلیونه افغانۍ لګښت کیږي چې په ۵.۵ جریب…

2024-08-13 22:05 131۱ دقیقې لوستل
اقینې ګمرک کې د څه کم ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

 د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وایي، فاریاب ولایت کې اقینې په ګمرک کې د ۷۴ میلیونه او ۷۹۴ زره افغانیو په ارزښت د پارکینګ د کانګرېټ کولو، د چاپېر دېوال او ټاورونو د رغولو چارې پیل شوې دي.

 د سرچینې په وینا په اقینې ګمرک د پارکینګ جوړولو پر پروژې ۲۹ میلیونه او ۹۹۹ زره میلیونه افغانۍ لګښت کیږي چې په ۵.۵ جریبه ځمکه به جوړ شي.

دغه راز سرچینه وایي، د یاد ګمرک د چاپېر دېوال او ټاورونو د جوړېدو پر پروژې ۴۴ میلیونه او ۷۹۵ زره افغانۍ لګښت کیږي چې چارې به یې راتلوونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.

یاد وزارت وایي، د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کېږي او په بشپړېدو سره به سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب