کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

القره داغي : د دوو مسلمانانو هېوادنو ترمنځ جګړه حرامه ده

  د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر علي محی‌الدین القره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو فتوا ورکړې.نوموړي ويلي، چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له لارښوونو سره سمون نه لري او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې باید سمدستي پای ته ورسېږي.قره&zw…

2026-03-07 01:11 171۱ دقیقې لوستل
القره داغي : د دوو مسلمانانو هېوادنو ترمنځ جګړه حرامه ده

 

د اسلامي علماوو د نړیوال اتحاد مشر
 علي محی‌الدین القره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو فتوا ورکړې.
نوموړي ويلي، چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له لارښوونو سره سمون نه لري او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې باید سمدستي پای ته ورسېږي.
قره‌داغي له دواړو لورو غوښتي، چې د روژې د وروستیو لسو شپو تر پیل وړاندې جګړه ودروي او د ستونزو د حل لپاره د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب مذاکرات پیل کړي.
دهغه په خبره، د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او اسلامي هېوادونه باید د یووالي او ګډ دریځ د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب