کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امرالله صالح: احمد مسعود اوسنی حکومت نسکوروي؛ اندرابي: ته هسې چکچکو ته خوشاله یې

د مخکني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، هغه ورځ راتلونکې ده چې احمد مسعود اوسنی حکومت نسکور کړي، وطن ته لاړ شي او د الله اکبر په ناره د خپل پلار احمد شاه مسعود د قبر څنګ ته کیني. ده همداراز ويلي، احمد مسعود به پلار ته ووايي: «ستا نوم مې په ځمکه ونه غورځاوه، راغلم چې عزت دې لوړ کړم، خلک…

2024-04-28 05:18 221۲ دقیقې لوستل
امرالله صالح: احمد مسعود اوسنی حکومت نسکوروي؛ اندرابي: ته هسې چکچکو ته خوشاله یې

د مخکني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، هغه ورځ راتلونکې ده چې احمد مسعود اوسنی حکومت نسکور کړي، وطن ته لاړ شي او د الله اکبر په ناره د خپل پلار احمد شاه مسعود د قبر څنګ ته کیني.

ده همداراز ويلي، احمد مسعود به پلار ته ووايي: «ستا نوم مې په ځمکه ونه غورځاوه، راغلم چې عزت دې لوړ کړم، خلک دې نور په بند کې ندي او ما مې په خپلې وعدې وفا وکړه.»»

بلخوا بیا د مخکني حکومت د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي د صالح دغه څرګندونې بې‌ځايه بللي او ده ته يې د شش‌ونيم چکچکي خطاب کړي دی.

ده ويلی، صالح يې هغه مهال له پامه بد‌ شو چې د ده په شتون کې يې د کابل امنيت واخيست او شپږ نيمې بجې به يې غونډې کولې.

اندرابي همداراز د مقاومت په جبهه کې د پراخ فساد د شتون ادعا کړې او ويلي يې دي، دغه جبهه کې خپلوي پالل کيږي او غلاوې پکې روانې دي.

اندرابي له يو خصوصي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، د تېر جمهوریت پر مهال ولسمشر غني راته د پښتنو د قاتل خطاب وکړ.

ده همداراز ويلي، په حکومت کې پراخ فساد موجود و او قام پالنه پکې روانه وه.

دی زیاتوي، د ملي امنيت سلاکار ورته د ۲۲ نفرو تاجکو لیست ورکړ او ويې ويل چې دغه کسان دې د ولسمشر په حکم له دنده منفک کړه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب