کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: له پاکستان نويو راغلو کډوالو ته دندې ورکوو

د امربالمعروف، نهې‌عن المنکر او د شکايتونو اورېدو وزارت ويلي، له پاکستان راغلو کډوالو ته دندې ورکوو. د‌ دغه وزارت وياند عاکف مهاجر ويلي، هغه علما چې د‌ ياد وزارت د محتبسینو په شرايطو برابر وي، خپل تحصيلي اسناد، تذکرې کاپي او څلورقطعې عکسونه دې دوی ته وسپاري. د ياد وزارت د وياند په خبره د ثبت نام موده به&…

2023-11-06 01:13 54۱ دقیقې لوستل
امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: له پاکستان نويو راغلو کډوالو ته دندې ورکوو

د امربالمعروف، نهې‌عن المنکر او د شکايتونو اورېدو وزارت ويلي، له پاکستان راغلو کډوالو ته دندې ورکوو.

د‌ دغه وزارت وياند عاکف مهاجر ويلي، هغه علما چې د‌ ياد وزارت د محتبسینو په شرايطو برابر وي، خپل تحصيلي اسناد، تذکرې کاپي او څلورقطعې عکسونه دې دوی ته وسپاري.

د ياد وزارت د وياند په خبره د ثبت نام موده به‌ د راتلونکې قوس مياشتې تر پنځمې نېټې دوام ولري.

د دغه وزارت سرپرست وزير په خپلو ټولو ولايتي ادارو غږ کړی، چې يو تازه راغلو کډوالو سره هر ډول خواخوږي وکړئ او کورونو په ترتيب کې ورسره مرسته وکړئ.

هغه همدا راز له دوی غوښتي تر څو خلک وهڅوي چې له کډوالو سره د کورونو په کرايو ټيټوالي او نورو برخو کې مرستې وکړي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب