امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت وايي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د مېرمنو له لوري شرعي حجاب اغوستل کېږي.
د یاد وزارت ویاند عبدالغفار فاروق ویلي، په هېواد کې سل سلنه ښځې شرعي حجاب مراعتوي او په دې برخه کې د دوی محتسبین شپه او ورځ کار کوي.
نوموړي ویلي، یاد وزارت له ځايي اوسېدونکو، ملایانو او د کلیو له وکیلانو سره په اړیکه کې دي او د دوی له لارې هم خلکو ته تبلیغ کوي.
که څه هم تر دې وړاندې یو شمېر ښځې له حجاب څخه د سرغړونې په تور وهل شوې وې؛ خو فاروق په خپلو خبرو کې دا نه ده روښانه کړې چې بې حجابه ښځو ته به کوم ډول سزا ورکوي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په وړاندې کړي راپور کې په جبري ډول د حجاب په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
بل لورته افغان ښځې وايي، حجاب یې د دین حکم او د کلتور برخه ده او د اسلامي امارت له راتلو وړاندې یې هم ورته احترام درلود.




