کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امربالمعروف وزارت: بلخ کې محتسبينو د بې‌حجابۍ د مخنيوي لپاره ګزمې زياتې کړي دي

د امربالمعروف وزارت وايي، د بلخ ولایتي رياست چارواکو یې له محتسبینو سره د ناستې پر مهال مرکز او ولسواليو کې د «منکراتو د مخنيوي» او د کارونو د بڼې په اړه خبرې کړې دي. د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ولايتي رياست مشرتابه یې محتسبينو ته توصیه کړې، تر څو په ښار کې خپلې عمومي ګزمې زياتې کړي. اعلامیه ز…

2023-09-17 05:26 130۲ دقیقې لوستل
امربالمعروف وزارت: بلخ کې محتسبينو د بې‌حجابۍ د مخنيوي لپاره ګزمې زياتې کړي دي

د امربالمعروف وزارت وايي، د بلخ ولایتي رياست چارواکو یې له محتسبینو سره د ناستې پر مهال مرکز او ولسواليو کې د «منکراتو د مخنيوي» او د کارونو د بڼې په اړه خبرې کړې دي.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د ولايتي رياست مشرتابه یې محتسبينو ته توصیه کړې، تر څو په ښار کې خپلې عمومي ګزمې زياتې کړي.

اعلامیه زياتوي، چې د دې ولایت محتسبینو همداراز د څو ولسواليو له اوسېدونکو ته د لمانځه د فضيلت، او د موسيقۍ د نه اورېدو په اړه توصيې کړې دي.

د امربالمعروف او نهی عنی‌المنکر وزارت همدا راز په یوې بلې خپرپاڼې کې ويلي، چې د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د دوی د محتسبینو له توصيو وروسته «بې حجابي» کمه شوې ده.

اعلامیه زياتوي، چې محتسبينو یې د څو صحي مرکزونو څخه د ليدنې پر مهال معلومه کړې، چې د ښځو له لوري حجاب د شرعي احکامو مطابق رعايت شوی دی.

د امربالمعروف وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبينو په نوم ځانګړي کسان ګمارلي دي. دغه وزارت وايي، محتسبين يې يواځې خلکو ته د شرعي احکامو مطابق توصيې او لارښوونې کوي؛ خو وروستيو کې څو داسې ويډيوګانې خپرې شوي، چې محتسبين له عامو خلکو سره له زور زياتي کار اخلي. د امربالمعروف وزارت د دغو ويډيوګانو له خپرېدو وروسته په هماغو قضيو کې د ښکېلو محتسبينو د نيول کېدو خبر هم ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب