د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت وايي، د کاپيسا ولایت محتسبينو یې په دې ولایت کې د څو ودونو مراسمو کې د موسيقۍ د غږېدو مخه نيولې ده.
د دغه وزارت په معلوماتي خبرپاڼه کې راغلي، چې محتسبینو د دې مراسمو مسوولینو ته د موسيقي د نه غږلو توصيه وکړه
د امربالعمروف وزارت ويلي، موسيقي او سندرې ویل یو ناوړه کار دی، چې د ځوانانو اخلاق خرابوي
د دې وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د پنجشېر د امربالمعروف محتسبینو دې ولایت کې یو شمېر خلک لمانځه ته تشویق کړل
سرچينه وایي، چې محتسبینو د بېلابېلو مارکېټونو له څښتنانو او دوکاندارانو سره په ناسته کې هغوی ته د لمانځه فضایل او اعمال بيان کړل.
د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت محتسبینو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د لمونځونو ته د خلکو د هڅونې، د ودونو مراسمو کې د موسيقي د مخنيوي، د لنډو او تنګو جامو د نه اغوستلو، د موسيقۍ د فلشونو ټولولو او ځينو نورو برخو کې فعالیتونه تر سره کړي دي.
د دې وزارت مسوولينو څه موده وړاندې یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د دوی د محتسبینو د فعالیت له امله په ټولنه کې بې ديني کمه شوې ده او خلک ښې لارې ته راغلي دي.




