کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا سفارت: روان وضیعت کې د افغان ژورناليستانو زړورتيا بايد وستايل شي

افغانستان لپاره د امريکا سفارت د افغان ژورناليستانو د زړورتيا او انعطاف ستاينه کړې ده. دغه سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان کې ژورناليستان د حقايقو او اطلاعاتو په لټه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. امريکا سفارت يادې خبرې د مطبوعاتو د ورځې په درشل کې کړي چې د «مې» مياشت په درېيمه به ونمانځل شي. بل…

2024-04-30 19:55 114۱ دقیقې لوستل
امريکا سفارت: روان وضیعت کې د افغان ژورناليستانو زړورتيا بايد وستايل شي

افغانستان لپاره د امريکا سفارت د افغان ژورناليستانو د زړورتيا او انعطاف ستاينه کړې ده.

دغه سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان کې ژورناليستان د حقايقو او اطلاعاتو په لټه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

امريکا سفارت يادې خبرې د مطبوعاتو د ورځې په درشل کې کړي چې د «مې» مياشت په درېيمه به ونمانځل شي.

بلخوا بيا د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ټولنو په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان د ازادۍ د وضعیت له امله پر سرپرست حکومت نيوکه کړی او ترې غواړي چې پر رسنیو او خبریالانو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب