کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

امريکا: که د افغانستان اوسنی حکومت رسميت غواړي، بايد خپلې کړې ژمنې پوره کړي

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جان کربي وايي، که د افغانستان اوسني مسوولين غواړي، چې حکومت یې په رسميت وپېژندل شي، بايد چې خپلې کړې ژمنې پوره او افغان مېرمنو او نجونو د کار او زده کړې حق ورکړي. هغه له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې دوی اوسمهال «طالبان» د افغانستان د حکومت په توګه نه پېژني. هغه زياته…

2023-09-15 14:59 66۲ دقیقې لوستل
امريکا: که د افغانستان اوسنی حکومت رسميت غواړي، بايد خپلې کړې ژمنې پوره کړي

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياند جان کربي وايي، که د افغانستان اوسني مسوولين غواړي، چې حکومت یې په رسميت وپېژندل شي، بايد چې خپلې کړې ژمنې پوره او افغان مېرمنو او نجونو د کار او زده کړې حق ورکړي.

هغه له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې دوی اوسمهال «طالبان» د افغانستان د حکومت په توګه نه پېژني.

هغه زياته کړې: « مونږ طالبان د افغانستان د حکومت په توګه نه پېژنو. که طالبان غواړي، په رسميت وپېژندل شي. که غواړي چې د یو مشروع حکومت په سترګه ورته وکتل شي؛ نو بايد خپلې ټولې ژمنې نجونو ته د زده کړو او کار د اجازې ورکولو په ګډون پوره کړي.»

په همدې حال کې، افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وسټ د افغان نجونو د زده کړو حق، د افغانستان داخلي موضوع ګڼي.

وسټ د امريا په اسټمسن څېړنيز مرکې کې د خبرو پر مهال ويلي، که ټاکل شوي وي، چې افغان نجونو ته د ښوونځيو او پوهنتونو د تګ اجازه ورکړل شي؛ نو بايد دا کار د افغانستان له داخل څخه وشي.

له تېرو دوه کلونو راهيسې، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. سرپرست حکومت هدا راز د خپلې واکمنۍ په دويم کال پوهنتونو ته د نجونو تګ هم تر امر ثاني وځنډاوه او په موسساتو کې یې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه.

د اوسني حکومت دا اقدام د کورنيو غبرګونو تر څنګ نړيوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

خو مسوولان وايي، چې دا موضوع موقتي ده او ورته د حل لارې د لټولو په فکر کې دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د چهارشنبې ورځ (د سپتمبر ۱۳مه) د افغانستان له ملي تلوېزيون سره په مرکه کې وویل، چې د افغان نجونې دې حوصله وکړي او دوی یې د ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي.

 
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب