د یاد وزارت مسولینو نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، تېر کال کې په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو له ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو له پلورلو څخه مخنیوی شوی او ۱۳۱۳ دښمنۍ حل شوې دي.
د مسولینو په وینا، د سرپرست حکومت د مشر د فرمان په اساس په ۷۸۹ مواردو کې د میراث له حق څخه بې برخې ښځې له میراث څخه برخمنې شوې، په ۲۶۳۸ مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې او د ۲۴۶۹ ناستو له لارې د عقیدوي انحرافاتو، غلطو رواجونو او منکراتو مخنیوی هم شوی دی.
مسولین زیاتوي، د وزارت ستراتېژیک پلان وروستی شوی او د ۱۱ امارتي ادارو په پالېسیو او ستراتېژیکو پلانونو کې له شرعي احکامو سره سمې اړینې سپارښتنې هم درج شوي دي او تر څنګ یې ۲۷۵۱۸ امارتي او غیر امارتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ مسجدونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ دکانونو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه هم اړین اقدامات تر سره شوي دي.
د معلوماتو له مخې د تېر یوه کال پر مهال ۲۵ شراب خونې تړل شوي، د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له منځه وړل شوي، ۱۳۲۵۰ نشهیي ټابلېټ نیول شوي او عاملین یې اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.
یاد وزارت وایي، بازارونو کې د مبتذلو فلمونو خپرونکو ۲۵۶۴۷ کمپیوټر کارانو د فعالیت مخنیوی شوی دی او دغه راز د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو ۹۰ سلنه، نشرات اصلاح شوي.
د مسولینو په وینا، د ټولنې د اصلاح لپاره په مرکز او ولایتونو کې ۳۰ زره غیر اخلاقي فلمونه له منځه وړل شوي، قیلون خونې او قمارخونې تړل شوي، ۴۴۸ تعویذ کوونکي او ۵۲۸ سحر کوونکي تر نیولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د ۱۹۱ وړیا شمېر په فعالېدو سره په ټولیز ډول ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۵۴۸۶ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.
د مسولینو په خبره، تقنیني او اصولي اسنادو د مسودې ترتیب، په ملکي او نظامي ارګانونو او عامه ځایونو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو منعه کول، د شکایتونو د ثبتولو لپاره د ۱۹۱ وړیا شمېرې فعالول، د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړول او د احکامو او فرامینو له تطبیق څخه څارنه؛ د پالېسیو انکشاف، په نظامي قطعاتو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول، د شکایتونو ثبتول او ورته رسېدنه او د عامه افکارو اصلاح؛ په تېر یوه کال کې د یاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.




