امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۶مه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت( یوناما )د غځولو په اړه د پرېکړه‌لیک پر مسوده رایه‌اچونه وکړي. د راپورونو له مخې، که دغه پرېکړه‌لیک تصویب شي، نو د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت موده به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷…
2026-03-14 01:37 125۱ دقیقې لوستل
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۶مه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت( یوناما )د غځولو په اړه د پرېکړهلیک پر مسوده رایهاچونه وکړي.
د راپورونو له مخې، که دغه پرېکړهلیک تصویب شي، نو د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت موده به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې وغځول شي.
یاد ماموریت چې په افغانستان کې د سیاسي اړیکو، بشري مرستو د همغږۍ او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره کار کوي، هر کال د امنیت شورا له لوري تمدیدیږي.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.