د افغانستان د بهرنيو چارو وزرت مرستيال وياند، ضیاء احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن د پاکستان هېواد شارژدافېئر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
نوموړي زياته کړې، په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې وشوې.
تکل وايي، په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د دغو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.
تورخم دروازه له تېرو نهو ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
دغه لاره وروسته تر هغې وتړل شوه، چې افغان او پاکستاني لوري د يوې پخوانۍ پوستې د بياجوړولو پر سر جګړه وکړه.
د دروزاې له بندېدو وروسته پاکستاني چارواکو واور په وار تورونه لګولي، چې د افغانستان له خاورې د دوی «ملي حاکميت» نقضيږي او دروازه به تر هغې بنده وي، تر څو دوی هر اړخيز اطمينانه نه وي تر لاسه کړی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياندې زهرا بلوچ هم نن (د سپتمبر ۱۴مه) يوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې تورخم دروازه به د حالاتو له مطالعه کولو وروسته پرانېستل شي.
هغه د افغانسان له سرپرست حکومت وغوښتل، چې له خپلې خاورې څخه پر پاکستان د بريدونو مخنيوی دې وکړي.
افغان حکومت بيا همېشه د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارېدل رد کړي او د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یې بې ځايه ګڼلي دي.




