کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

انجېلېنا جولي: له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده

د هالیووډ پېژندل شوې امریکایۍ ستورې، انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغانانو پر جبري اېستلو اندېښنه ښودلې ده. هغې پر خپل انستاګرام لیکلي، چې دا په نړۍ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو یوه بله ښکاره بېلګه ده. نوموړې له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د افغانانو د کړاوونو په اوږده تاریخ کې یوه نوې تراژیدي ګڼلې ده. د مېرمن…

2023-11-12 21:20 81۱ دقیقې لوستل
انجېلېنا جولي: له پاکستانه د افغانانو جبري اېستل له بشري حقونو سرغړونه ده

د هالیووډ پېژندل شوې امریکایۍ ستورې، انجېلېنا جولي له پاکستانه د افغانانو پر جبري اېستلو اندېښنه ښودلې ده.

هغې پر خپل انستاګرام لیکلي، چې دا په نړۍ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو یوه بله ښکاره بېلګه ده.

نوموړې له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د افغانانو د کړاوونو په اوږده تاریخ کې یوه نوې تراژیدي ګڼلې ده.

د مېرمن جولي په خبره، افغانانو تېرې څلور لسیزې له جنګ جګړو او بې ځایه کېدو بل څه نه دي تجربه کړي.
دغې امریکایۍ ستورې ویلي، افغانان په داسې حال کې یوازې پرېښودل شوي، چې نړۍ د هغوی د روښانه راتلونکي لپاره ژمنې ورکړې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ګڼو سازمانونو او هېوادونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې لغوه کېدو غوښتنه کړې؛ خو د دغه هېواد له لوري نه ده منل شوې.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې له پاکستانه نږدې درې سوه زره افغانان په زوره راستانه کړل شوي دي.

راستانه شوي کډوال بیا هېواد ته تر راستنېدو وروسته د دایمي سرپناه له نشت شکایت کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب