کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

انورالحق کاکړ: د افغانستان سرپرست حکومت ځانګړو تروريستي ډلو سره د مبارزې وړتیا نه لري

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزير انورالحق کاکړ ادعا کوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له ځانګړو تروريستي ډلو سره د مبارزې وړتيا نه لري. هغه له ترکي رسنۍ نیوز مېکر سره په مرکه کې دا هم ويلي، چې پاکستاني طالبانو د تحريک غړي په افغانستان کې وجود لري. نوموړي زياته کړې: « ځينې ډلې لکه د پاکستاني طالبانو تحريک د افغا…

2023-09-26 01:42 96۲ دقیقې لوستل
انورالحق کاکړ: د افغانستان سرپرست حکومت ځانګړو تروريستي ډلو سره د مبارزې وړتیا نه لري

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزير انورالحق کاکړ ادعا کوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت له ځانګړو تروريستي ډلو سره د مبارزې وړتيا نه لري.

هغه له ترکي رسنۍ نیوز مېکر سره په مرکه کې دا هم ويلي، چې پاکستاني طالبانو د تحريک غړي په افغانستان کې وجود لري.

نوموړي زياته کړې: « ځينې ډلې لکه د پاکستاني طالبانو تحريک د افغانستان په خاوره کې شتون لري او مونږ دا موضوع له هغوی سره شريکه کړې ده.»

نوموړي ويلي نه شي ويلای، چې دا ډلې به حتمي د حکومت ملاتړ له ځان سره لري؛ خو د افغانستان له خاورې بريدونو یې پاکستان اغېزمن کړی دی.

کاکړ ويلي، چې پاکستان د تروريزم قرباني دی او له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت بيا همېشه د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعا رد کړې ده. افغان چارواکو د پاکستان له حکومت غوښتي، چې خپلې امنيتي ستونزې دې په کور دنننه حل کړې او پړه دې یې په افغانستان نه اچوي.

دوی زياته کړې، چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه دی پېښ.

هغه همدا راز په خپله دې مرکه کې ويلي، چې دا خبره سمه نه ده چې پاکستان دې د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره پر کابل د حاکميت په برخه کې سياسي کومک کړی وي.

نوموړي په دې برخه کې پاکستان د امريکا او طالبانو تر منځ د یوه منځګړي په توګه ياد کړی دی او ويلي يې دي، چې پاکستان یواځې دواړو لورو ته د خبرو اترو زمينه برابره کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب