کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اورانوس د ودونو تالار تر دې وروسته قېمتي او نیمه قیمتي ډبرو پر مارکیټ بدلېږي

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې ده څو د «اورانوس د واده تالار او د هغه د پارکینګ» موجود قراردادونه لغوه او دغه ځای د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو مارکیټونو ته ځانګړی کړي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي،…

2025-09-17 04:59 195۱ دقیقې لوستل
اورانوس د ودونو تالار تر دې وروسته قېمتي او نیمه قیمتي ډبرو پر مارکیټ بدلېږي

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې ده څو د «اورانوس د واده تالار او د هغه د پارکینګ» موجود قراردادونه لغوه او دغه ځای د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو مارکیټونو ته ځانګړی کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، اقتصادي کمیسیون د عبدالغني برادر اخوند، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال، په مشرۍ پرېکړه کړې، چې د اورانوس تالار او پارکینګ قراردادونه لغوه او دغه ځای د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې «د خلیج واده تالار او ممتاز محل تالار» باید د خپلو قراردادونو له ختمېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د اصولو له مخې فعالیت وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په همدې ډول د «نظیف مارکېټ، د علاوالدین درې لارې تېل ټانک او د ظاهرشاهي مارکېټ» د آزادې داوطلبۍ له لارې ورکړل شوي او اوس مهال له نویو کرايې‌اخیستونکو څخه کرایه ترلاسه کېږي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د امAرت اس.لامي د مشر له لوري هم تأیید شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب