کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: افغانستان کې وروستيو سېلابونو له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږي دفتر اوچا په افغانستان کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، دغه هېواد کې وروستيو سېلابونو له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي دي. د اوچا په خبره، دغه سېلابونو ۴۷ کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړوېستلې دي. د راپور پر بنسټ د دغه سېلابونو له امله۳۵ نفره مړه شوي…

2024-04-19 03:01 171۱ دقیقې لوستل
اوچا: افغانستان کې وروستيو سېلابونو له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږي دفتر اوچا په افغانستان کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونو په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، دغه هېواد کې وروستيو سېلابونو له ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي دي.

د اوچا په خبره، دغه سېلابونو ۴۷ کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړوېستلې دي.

د راپور پر بنسټ د دغه سېلابونو له امله۳۵ نفره مړه شوي او ۴۷ نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سېلاب تر ټولو ډېر تلفات ارزګان کې اړولي چې ۱۲ کسان پکې مړه شوي دي.

سرچينه زياتوي، په دغه سېلابونو کې ۱۹۸ کورونه ويجاړ شوي او ۸۳۷ نور کورونه زیانمن شوي دي.

په‌ دغه راپور کې همداراز راغلي، ۶۳ زره او ۷۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه هم د سېلابونو له امله تخريب شوې او دغه راز ۴۷۰ څاروي هم تلف شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب