کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: افغانستان یو ځل بیا د وچکالۍ له سخت ګواښ سره مخ دی

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي، افغانستان یو ځل بیا دا مهال د شدیدې وچکالۍ له څپې سره مخ هېواد دی. دغه سازمان پرون ورځ "دوشنبه، د اسد ۱۳مه" پر اېکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د بارانونو کمښت، د ځمکې ډېر وچوالي او لوړې تودوخې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر لل…

2025-08-05 01:36 214۱ دقیقې لوستل
اوچا: افغانستان یو ځل بیا د وچکالۍ له سخت ګواښ سره مخ دی

کابل (کوه نور، ۱۴ اسد ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي، افغانستان یو ځل بیا دا مهال د شدیدې وچکالۍ له څپې سره مخ هېواد دی.

دغه سازمان پرون ورځ "دوشنبه، د اسد ۱۳مه" پر اېکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د بارانونو کمښت، د ځمکې ډېر وچوالي او لوړې تودوخې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر للمي غنمو ډېر منفي تاثیر کړی او د څارویو لپاره د واښو کموالی یو جدي ګواښ دی.

د دغه دفتر په بیان کې ویل شوي، افغانستان کې د باران کچه ترمنځنۍ کچې ټیټه، د ګرمې اندازه له عادي حالته پورته او د خاوري رطوبت خورا ټیټ دی.

د اوچا دفتر په دې څرګندونو کې بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، دایکنډي، بامیان، پروان او کابل ولایتونه هغه ولایتونه یاد شوي چې د وچکالۍ له امله تر نورو ډېر زیانمن شوي؛ خو د هرات ولایت په اړه عادي حالت ته د ګرځېدو خبر ورکول شوی دی.

باید وویل شي چې ورته مهال د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ویلي، د سږنۍ وچکالۍ له امله یې په پټیو کې فصلونه نه دي شوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب