کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: تېر کال مو افغانانو لپاره د مرسته‌شوو پیسو یواځې ۴۷ سلنه ترلاسه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" ویلي، تېر ۲۰۲۴ کال کې یې له هغه مرستو چې افغان خلکو لپاره یې غوښتې وې یواځې ۴۷ سلنه ترلاسه کړې دي. د دغه ادارې لخوا په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته د رسېدګۍ لپاره یې څه باندې درې میلیارد ډالر بسپنه غوښتې وه؛ چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه…

2025-07-14 00:44 129۱ دقیقې لوستل
اوچا: تېر کال مو افغانانو لپاره د مرسته‌شوو پیسو یواځې ۴۷ سلنه ترلاسه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" ویلي، تېر ۲۰۲۴ کال کې یې له هغه مرستو چې افغان خلکو لپاره یې غوښتې وې یواځې ۴۷ سلنه ترلاسه کړې دي.

د دغه ادارې لخوا په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته د رسېدګۍ لپاره یې څه باندې درې میلیارد ډالر بسپنه غوښتې وه؛ چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د دغه مرستو ۴۷ سلنه یې ترلاسه شوې او د روان کال تر مۍ میاشتې پورې یې ۵۳ سلنه مرسته ترلاسه کړې چې ۱,۶۳ میلیونه ډالره کېږي.

اوچا ویلي، د بودیجې کمښت د اوبو د برابرولو، روغتیا او صحظ الصحې برخو کې د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو لړۍ سخته اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې نړۍوالو ټولنو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د مرستو رسولو برخه کې سمدستي اقدامات ونه کړي نو افغانستان کې به د بشري ناورین کمولو هڅې له ناکامې سره مخ شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب