کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اوچا: تېر کال مو افغانستان کې د وچکالۍ لپاره ۱۴ ميليونه ډالر ځانګړې کړي وو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې تېر کال افغانستان کې د وچکالي د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره ۱۴ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړې شوي وو. سرچینې ويلي، دغه اندازه ډالر د ۷۸۰ زرو کسانو لپاره د پاکو اوبو برابرولو، نغدي مرستو، روغتايي خدمتونو او سرپناه برابرولو په برخو کې وېشل شوي دي. دغه دفتر په…

2026-01-26 06:55 106۱ دقیقې لوستل
اوچا: تېر کال مو افغانستان کې د وچکالۍ لپاره ۱۴ ميليونه ډالر ځانګړې کړي وو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې تېر کال افغانستان کې د وچکالي د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره ۱۴ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړې شوي وو.

سرچینې ويلي، دغه اندازه ډالر د ۷۸۰ زرو کسانو لپاره د پاکو اوبو برابرولو، نغدي مرستو، روغتايي خدمتونو او سرپناه برابرولو په برخو کې وېشل شوي دي.

دغه دفتر په خپل راپور کې ليکلي، د افغانستان ۸۰ سلنه کليوالي خلک خپلې اړتياوې د کرنې له لارې پوره کوي؛ خو د وروښتونو کافي نشتون یې بیا کرنيز حاصلات زيانمن کړي دي.

په‌ دغه راپور کې راغلي، بدخشان، فارياب، سرپل او تخار هغه ولايتونه دي، چې وچکالي تر نورو ډېر ځپلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ورستیو ورښتونو او واورو د وچکالي د قابو کولو هيله راپيدا کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب