کابل (کوهنور ۲۵اسد ۱۴۰۴) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی، چې دا مهال د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دا اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو په زیاتېدو سره لا پسې ډېرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې لړ کې ښځې او نجونې په افغانستان کې د ټولنې تر ټولو زیاتې زیانمنې دي.
سرچینې همدارنګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو دوام حیاتي بللی دی.
په ورته مهال، اوچا په افغانستان کې د بارانونو کمښت او وچکالۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره لا ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د پام وړ کمې شوې دي.
په ورته وخت کې ځینې نړیوال مرستندویه بنسټونه وایي، د بودجې د کمښت له امله نهشي کولای په افغانستان کې ټولو اړمنو ته رسېدنه وکړي.




